-Sami-

مرګ

يوه ورځ مرګ د يوه سړي کور ته راغی او وې ويل:
ـ نن دي نوبت دی.
سړی: مګر زه هيڅ نه يم آماده!
مرګ: دلته زما په ليست کي راتلونکی نوم ستا دی.
سړی: ښه، ته کښينه لږ آرام وکړه زه به يو شی راوړم هغه به وخورې بيا به ځو د خيره.
مرګ: سمه ده.
سړي د مرګ په خواړو کي د خوب ګولۍ ګډي کړې. مرګ ته د ډوډۍ خوړلو وروسته خوب ورغی او سړي ژر ژر خپل نوم د ليست د سر څخه پاک کړ او په آخر کي يې ولیکی.
مرګ چي د خوبه را کښېنستی نو سړي ته يې وويل:
ـ ځکه چي ته زما سره ډېر مهربانه وي نو ما تصميم ونياوه چي نن به زه دا ليست د سره نه د پايه را شروع کوم.
پند: په نصيب کي چي څه ليکلي وي هغه ارو مرو کيږي که څه هم انسان يې د بدلولو پوره پوره کوښښ وکړي.

‌ژباړونکی: محمد سميع صادق