Armaan by -Sami-

ارمان

. د وخت د پښو چاپ مي د خاطراتو د کتابچې څخه ټک واهه، ګرد د زمان لاسونه را ککړ کړه 
.وقايه مي پورته کړه، اوله پاڼه مي راواړول. اولنی د ميني اظهار … لومړنی د ميني ليک د دې زړو پاڼو په پناه کي لا تر اوسه محفوظه وه
.دا هغه خط دی چي ما هغه ته ليکلی وو مګر زما سره پاته سو ، او ما هم پسې دې سپين کاغذ ته سپارلی وو
هغه خبري چي د زړه څخه د ورځو لمرونو مړاووي کړلې او د شپو تيارو ومينځلې … دې وفاداره کاغذ لا تر اوسه زما امانت، زما راز خپل په
…سينه کي ساتلی دی
هغه ليک چي په آخري ديدن کي يې زما د اوښکو داغونه پر سينه وړي وه او دا تريخ لوند احساس يې خپل په تورو را وچ کړی وو… هغه
…ټپلي… بهيدلي لفظونه اوس هم د دې پاڼي خوا خوږي ښکاره کوي
دا ليک مي د ګلانو په منځ کي ناست په پسرلي کي ليکلی وو. د ليکلو په وخت کي مي د يوه سور ګلاب پر شونډو پرته يوه سپينه په شاتو
مسته، مدهوشه کمپنۍ په هم هغه دوو ګوتو نيولې وه په کومو چي مي د ميني تفسير ليکی. د لفظونو د خښتو څخه مي ښه پوخ قبر
…ورته جوړ کړ ، کتابچه مي ورته مزار کړه، ژوندي مي پکښي ښخه کړه. د ليک زينت ، د پاڼي ارايش وسو
آه… دا به د همدې کمپنۍ ښرا وه چي زما مينه تر هم دې ليک پوري پاته سوه… احساس د همدې خبرو په چوکاټ کي زنداني سو ، آزاد نه
…سو هيڅ کله هم، او هغه چا ته و نه رسيدی چي يواځينی ارمان يې وو… د هغه کمپنۍ سره ووژل سو
…داسي ميني به څنګه يو نيکمرغه پای درلودای چي پيل يې د بل مين په قتل سوی وو
،د کمپنۍ وچ مړی مي بيا په دوو ګوتو را پورته کړ… کاش دا ژوندۍ سي په هوا سي د خپل ميني سره يو ځای سي… خو… خو هغه ورژېده
…ټوټه ټوټه سوه… زما د ګوتو پر سرو د وخت د د تور ګرد پر سر د هغه د وزرو سپينه دوړه پاته سوه