Beautiful Poem

وعده

زه د هر چا د لاري وتلی پر يوې خړي څنډي روان وم. يوخوږ احساس چار چاپېره راسره ، يو خوشحاله خيال راسره مل وو

نن مي خپل د سترګو نور، خپل نازولي بچي، زما يوازيني زوی چي مي د ده د سور او سپين مخ په مناسبت ګلاب نوم ورته غوره کړی و او تل به مي ګلاب بچيه باله، دپاره يوه ناڅاپه تحفه رانيولې ده. د ډېره وخته مي د دې ډالۍ ورکولو هوډ کړی وو.
د هغه د خوښۍ باسکل، چينايي باسکل، چي يې په ډيرو غوښتنو او پر له پسې فرمايش زما د ذهن هر کونج نيولی وو او د زړه هر آواز مي د هغه د آرزو ازانګه وه. هري ازانګې به ويل:
ـ ژر سه بابا کله يې راوړې، کله دي وعده بوره کوې؟
ګلاب بچيه نن مي وعده پوره کړه. دا دی باسکل مي در را نياوه او پر همدغه باسکل کور ته در روان يم
ډير به خوشحاله سي. اته مياشتي مي يوه يوه افغانۍ ددغي ورځي دپاره سپموله او آخر مي دا دی ارمان پوره سو. ما خو غوښتل چي تېر کال د ده د يوولسمي کليزي پر موقع يې ورکم خو………خير
ګلاب سره به ډير ښه ايسي، او بيا د مکتب اوږد مزل به هم ورته لنډ سي هوسا به سي
پر سړک باندی روان يو ټيکسي ناڅاپه سره لمبه سوه
د هيبت يو غټ اواز مي په غوږو سو ، سور اور مي به رګو سو، د وجود هر يو غړی مي په غلبلو سو
يو دم توره شپه سوه، دوړي سوې چوپه چوپتيا سوه
دوړي کشېنستې ، روڼه ورځ سوه ، لمر معلوم سو ددې سره سم غوغا مي تر غوږ سوه
قيامت وو…
هري لوري ته جسدونه ، هر طرف ته مي ځګيروی وو، پر هر قدم پرې سوی اندامونه، پر هره زره د وينو د باران سوی شرپی وو
څو نفره را نيژدې سول په بې غوري يې ماته وکتل، يوه و بل ته وويل:
ـ مړ دی، درځه
يا مړ نه يم … زه مو وينم … زه مو اورم… آ وروره در پورته مي که ټول بدن مي شل دی… مېرمن او زوی به مي لار څاري…هغوي يوازي دي…در پورته مي که وروره….
هغه زما د زوی باسکل وينم… دا چا مات کی؟
دا ولي کوږ سو؟
دا د مخ اربه يې څه سوه؟
ما پورته کئ، ما کور ته بوځئ!!!
دغه باسکل کور ته رسوم…
نه نه دا خو ټوله وران سوی دی…
دا به څنګه وړم … به کم مخ به يې ور وړم…
د ګلاب په سترګو کي چي دبايسکل کوم انځور وو، هغه ښايسته انځور به څنګه ورانوم؟
د سترګو څخه به يې هيلي څنګه بهيوم؟
هغه څخه مي غوښتي وه که دتل په څېر دا ځل هم په پنځمه ټولګۍ کي د نورو صنفو په رقم اول نمره سو نو دی به د ده د کوچني والي په ارمان او مينه ونازوم، د ته به چينايي باسکل ور رانيسم.
دی بريالی سو خو زه ناکامه سوم…
دی پر وعده ودريدی، خو زه پر پښتو و نه درېدم…

10986691_1592950444304938_485338640744876966_n