“زه شتمن يم” by-Sami-

زه شتمن يم

ماښام د مسجده
د کلي و کوڅي ته
يوازي زه راووتم
نور ټوله پر لمانځه وه
په سورمايي اسمان کي
سپوږمۍ ولاړه وه
هم ستوري
هم شفق وو
و موسيدم
بيا مي دا احساس پر زړه سو
داخو ټوله زما دي

!خدايه دا زه څومره شتمن يم